د ایران د اهل سنت جامعې او زاهدان دارالعلوم مشر مولوي عبدالحمید د ایران ولسمشر دکتور حسن روحاني نه د یوه لیک له لارې غوښتنه کړې، چې په قزل حصار زندان کې د سني زندانیانو اعتصاب ته جدي توجه وکړي.
د ایران په قزل حصار زندان کې د اهل سنت پورې اړوند په اعدام محکوم زندانیان له مودو راهیسې د زندان د ناوړه شرایطو او د ساتونکیو د سخت او غیر انساني چلند په اعتراض کې د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړی.
د زاهدان دارالعلوم د مشر د ویب پاڼې له ګزارش سره سم، ښاغلي مولوي عبدالحمید روحاني ته د اعتصاب د ناوړه پایلو شکایت کړی او زیاتوي چې د نوي ولسمشر په توګه باید د ټولو ایرانیانو مسلمو حقوقو ته لاس رسی ومومي .
نوموړي په لیک کې په دې ټینګار کړی دی چې د هیواد نوی ولسمشر دې د قضائیه قوې له لارې د دغو زندانیانو د برخلیک په احکامو کې مداخله وکړي او د اسلامي او بشري خواخوږي له مخې دې ورسره عدل وشي.
افغانستان